IQNA

 د یمن مبارزانو د صهیونیسټي تیریګر رژيم په ضد دعملیاتو څلورمه مرحله اعلان کړه

7:38 - May 05, 2024
د خبر لمبر: 3489163
ایکنا - د یمن د پوځ د ویندوي په دغې اعلامیې کې  کې راغلي دي، ددغو عملیاتو اعلان  د غزې پتمنو سره د یمن د انصارو  د وفادارئ په شعار سره  دصنعا له میلیوني مظاهرې سره په یووخت  صادره شوه.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، د یمن د پوځ ویندوي جنرال یحیی سریع په یولړ  څرګندونو کې ووئيل، مونږ د خداوندمتعال په مرستې سره  د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ د رهبر عبدالمالک الحوثي د فرمانونو دترسره کول او د فلسطین د ملت د مظلومیّت   دملاتړ لپاره  دخپلو عملیاتو د څلورمې مرحلې داجرا پیلوو.

المسیره خبری  چینل راپور ورکړی، د یمن د پوځ د ویندوي په دغې اعلامیې کې  کې راغلي دي، ددغو عملیاتو اعلان  د غزې پتمنو سره د یمن د انصارو  د وفادارئ په شعار سره  دصنعا له میلیوني مظاهرې سره په یووخت  صادره شوه.

 د یمن د پوځ په دغې اعلامیې کې راغلي دي، مونږ د غزې تړانګې د جنګ بدلونونه  او وحشي صهیونیسټي رژيم او امریکا دتیریو دوام او  په رفح سیمې کې د پوځي عملیاتو لپاره د دغو تیریګرو د سیریزو او همداراز   مقاومت ته وړاندې شوي پیشنهادات  چې دښمن غواړي ،  له دې لارې  د جنګ له دایمي بندیدا پرته د مقاومت له لاسه دبندیانو دوسیه  واخلي ، تعقیبوي.

جنرال یحیی سریع  زیاته کړې ده ، د عبدالمالک الحوثي  د  فرمانونو داجرا او دفلسطین دملت د مظلومیت  د چغې د ملاتړ لپاره لپاره  او ورسره د اسرائيلي او امریکائي دښمن د ځِل په سیوري کې  د مقاومت دغوښتنو د پوره کیدا لپاره د خپلو عملیاتو څلورمه مرحلو  پیلوو.  هغه ووئيل ددغې مرحلې په پیل کې د هغو ټولو کشتیو په شیشت کې راوستل  دي چې  چې د  اسرائيلو  د کشتیو د تګ راتګ د ممنوعیّت  خلاف ورزي  کوي او د په مدیترانې سمندر کې د نیواکي ټاټوبو د بندرونو په لور تګ راتګ کوي. دوهم هدف هم  ددغې اعلامیې  له  اعلان سملاسی وروسته اجرا کیږي،  دریم هم  که صهیونیسټي دښمن وغواړي د رفح په ضد عملیات ترسره کړي، نو دیمن پوځ  به   د هغو ټولو کشتیو په ضد  چې  د اسرائیلو لپاره د تجهیزاتو له لیږد  او یا  د هغو بندرونو ته  له تلوراتلو سره  هر ډول ارتباط  ولرل شي ،  چې  د هر ملیّت وي ، جامع بندیزونه  اعمالوي  او ددغو شرکتونو د ټولو کشتیو تګ راتګ  به  له دې ورتیر  چې  د دوي د تلو مقصد کوم  ځاي وی ،  دیمن  د پوځي د عملیاتو له سیمې  ئې تیریدل منع  وي.

یحیی سریعه دغه راز ووئيل، د یمن پوځ د خداوندمتعال په مرستې سره  او د یمن د لوي ملت او د ټولو پتمنو په پشتیبانۍ  سره به  د غزط د مظلومو خلکو په ضد د کلابندۍ او تیریو دتر دریدا پورې  د لالویو او پیاوړو عملیاتي مرحلو لپاره په بشپړ چمتووالي کې هیڅ شک  او ځّنډ ونه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4213718

captcha